په تېر یوه کال کې د افغانیو ارزښت لوړ شوی خو د توکو بيې لا تر اوسه نه دي ټیټې شوي

n00073225-b-1024x734-1-1024x570.jpg

Credit: Spogmai

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د معلوماتو پر اساس دم کړۍ د افغانستان د صرافيو په مارکیټونو کې یو امریکايي ډالر له ۷۳ افغانیو تر ۷۵ افغانیو پورې تبادله کیږي په داسې حال چې کال وړاندې دا بېه تر ۱۰۰ افغانیو پورې رسېده.


په داسې حال کې چې په افغانستان کې له تېر یو کال راپدیخوا د بهرنیو اسعارو په تېره بیا د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی خو د کابل ښار او یو شمېر ولایتونو اوسیدونکي شکایت کوي چې د لومړنیو خوارکي توکو بیې لاهم د پخوا په څېر لوړې دي.

د معلوماتو پر اساس دم کړۍ د افغانستان د صرافيو په مارکیټونو کې یو امریکايي ډالر له ۷۳ افغانیو تر ۷۵ افغانیو پورې تبادله کیږي په داسې حال چې کال وړاندې دا بېه تر ۱۰۰ افغانیو پورې رسېده.

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدو ته په کتو وايي، سره له دې چې د تېر کال په پرتله د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی خو بیا هم په بازار کې د توکو بیې د پخوا په څیر لوړې دي چې دوی يې د پیرلو توان نلري.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

شریکول