د زړه ناروغي کومې نښې لري او که چېرې پرتاسو د زړه حمله راشي نو څه باید وکړئ؟

Heart attack

The chest pain is one of the main signs of a heart attack. Source: Getty Images/boonchai wedmakawand

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د زړه ناروغي په آسټرالیا کې تر ټولو ډېره وژونکې ناروغي ده، په مينځنۍ کچه په هرو ۱۲ دقيقو کې يو آسټراليايی له زړه سره د تړلو ناروغيو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. مګر که چېرې د زړه د حملې خبره وکړو نو بيا په هر يوه ساعت کې يو آسټراليايی د زړه د حملې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.


آیا تاسو پوهېږئ چې د زړه ناروغي کومې نښې نښانې لري او که چېرې پرتاسو د زړه حمله راشي نو څه باید وکړئ؟ 

هرڅومره ژر چې تاسو د زړه د حملې نښې وپیژنئ او درملنه یې وکړئ، د بشپړ رغېدو چانس په همغومره اندازه لوړ دی.

د زړه ناروغي نورې نښې نښانې هم لري د بیلګې په توګه تاسو داسې احساس وکړئ لکه په ستونې کې مو چې څه بند اووسي، داسې احساس کېدای شي تاسو ولرئ لکه ستاسو لاس چې دروند اوسي، کیدای شي ستاسو ساه بنده شي، خوله درباندې راشي یا هم سر مو وګرځي.

که چېرې تاسو فکر کوئ چې پر تاسو یا هم پر کوم بل کس د زړه حمله راغلې نو مهرباني وکړئ ۰۰۰ شمېرې ته زنګ ووهئ.

 په دغه رپوټ کې مو د همدغې موضوع په اړه معلومات را غونډ کړي دي، نورو معلوماتو لپاره بشپړ رپوټ واورئ.


شریکول