د سواد نړیوالې ورځ له لمانځڼې ستره موخه دا ده چې د نړۍ د هر وګړي لپاره د زده کړې فرصتونه برابر کړي او د سواد پر اهمیت د خلکو پام ور واړوي.
ددې ترڅنګ دا ورځ ددې لپاره هم وقف شوې چې د بې سوادۍ سره مبارزه وشي، د ښوونې او روزنې په برخه کې پرمختګ ته وده ورکړل شي، او د هغو کسانو ملاتړ وشي چې سواد زده کړه يې لا تراوسه بشپړه نه ده.
په افغانستان کې بیا دا ورځ داسې مهال را رسیږي، چې دا دی څلورم کال راون دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځې ته نه پرېښودل او دغه راز له تېرو دوه کلونو راپدیخوا د پوهنتونونو دراوزې يې هم پرمخ تړل شوې دي.
د ښوونځې یو شمېر زده کوونکې بیا ددغې ورځې په مناسبت د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د دوی پرمخ د زده کړو دروازې خلاصې کړي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.