آیا هغه کسان افغانستان ته سفر کولی شي چې په آسټرالیا کې یې پاسپورټونه تمدید کړي؟

اس بي اس ته رسېدلي معلومات ښيي د کومو کسانو پاسپورټونه چې په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت لخوا تمدید شوي وي افغانستان ته د سفر اجازه نه ورکول کېږي.

AFGHANISTAN-CONFLICT

A Taliban fighter stands guard next to an aircraft on the tarmac at the airport in Kabul on September 12, 2021. Source: AFP / KARIM SAHIB/AFP via Getty Images

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه نېټه طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل، مګر تر دې دمه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پېژندلی. سره لدې چې هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه‌ پېژني خو بیا هم په یو زیات شمېر هېوادونو کې د سفارتونو چارې طالبانو ته سپارل شوي دي.

تر دې دمه په آسټرالیا او ۱۲ نورو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو چارې د پخواني حکومت د ډیپلوماټانو لخوا پرمخ وړل کېږي چې له طالبانو سره هېڅ رسمي اړیکې نلري.

د جولای د میاشتې په ۳۰مه نېټه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په اروپا، کاناډا، متحده ایالتونو او آسټرالیا کې د افغانستان د سیاسي استازولیو لخوا د قونسلي خدمتونو وړاندې کول بې اعتباره اعلان کړل.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي و چې " د یادو سندونو په وړاندې هېڅ ډول مسوولیت نه لري او نه اجراآت پرې ترسره کیږي."
"بهر مېشتي هېوادوال او بهرنیان کولای شي د افغانستان له پورتنیو استازولیو پرته په نورو هېوادونو کې د افغانستان اسلامي امارت استازولیو ته د قونسلي خدمتونو او ویزو تر لاسه کولو لپاره مراجعه وکړي."

د طالبانو له خبرتیا یوه اوونۍ وروسته، احمد* له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو سره، چې آسټرالیايي پاسپورتونه یې درلودل، افغانستان ته روان و.
LISTEN TO
Interview with Nazir Dawar  image

آیا آسټرالیا ته په بشردوستانه ویزو راغلي‌ افغانان کولای شي‌ بېرته افغانستان ته سفر وکړي؟

SBS Pashto

09/12/202307:15
احمد (مستعار نوم) افغانی پاسپورټ درلود، چې د جولای په ۲۲مه نېټه په کنبرا کې د افغانستان په سفارت کې تمدید شوی و خو هغه له دې قانون څخه ناخبره و چې د جولای تر ۳۰ مې تمدید شوي پاسپورټونه هم باطل دي، که چېرې پاسپورټ لرونکو دریېم هېواد ته سفر نه وي ترسره کړی.

هغه وايي: "د جولای په ۲۲مه مې په کنبرا کې د افغانستان په سفارت کې خپل پاسپورت تمدید کړ او د اګست په اتمه مې له ملبورن څخه افغانستان ته سفر درلوده. زما ترانزیت په ابوظبي کې و، کله چې زه ابوظبۍ ته ورسیدم، ما ته اجازه رانکړل شوه چې له ابوظبۍ څخه کابل ته پرواز وکړم"

"کام ایر ماته اجازه رانکړه، دوي وویل چې ته افغانستان ته د سفر اجازه نلرې."

د احمد ښځې او ماشومانو چې آسټرالیايي پاسپورټونه درلودل، هغوي هم افغانستان ته له سفر څخه پاتې شوي.

له دغې ستونزې وروسته احمد خپلو ماشومانو ته یو ځل بیا د کابل ټکټونه اخیستي ترڅو مستقیم کابل ته پرواز وکړي او خپله د پاکستان له لارې افغانستان ته تللی.

هغه وايي: "زه د خپلې میرمنې او ماشومانو سره په هوایی ډګر کې شاوخوا ۱۰ ساعته پاتې شوم. لس ساعته وروسته مې پرېکړه وکړه چې خپل فامیل په راتلونکې پرواز کې کابل ته ولېږم او خپله پاکستان ته ولاړ شم"

"ما په هماغه شپه د پاکستان ویزه ترلاسه کړه، چې شاوخوا ۱۲۰۰ ډالر لګښت پرې راغی."
Afghanistan Passport.jpg
The Taliban says it will not recognise consular documents issued by Afghan embassies in Canberra and 13 other cities. Credit: SBS Pashto / Mujeeb Muneeb
'تر هغه چې ستونزه حل شوې نه وي له سفر څخه ډډه وکړئ'

اسماعیل شاه نیازی په ملبورن کې د سفر او سیاحت د خدمتونو وړاندې کوونکی دی چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې افغان ټولنې ته خدمتونه وړاندې کوي.

ښاغلي نیازي اس بي اس پښتو ته ویلي چې د طالبانو حکومت "ټولو هوايي شرکتونو ته چې افغانستان ته پروازونه کوي" لارښوونه کړې چې د دوی لارښوونې تعقیب کړي او "نوې پالیسي په کلکه پلي کړي".

د ښاغلي نیازي مشوره هغو مسافرو ته چې د جولای په ۳۰مه د طالبانو لخوا له اعلان شوې خبرتیا وروسته یې په کنبرا کې د افغانستان له سفارت څخه خپل پاسپورتونه ترلاسه کړي یا تمدید کړي وي داده ترڅو د ستونزې تر حل پورې له سفر څخه ډډه وکړي.

هغه وايي: "په دې وروستيو کې يو شمېر مسافر د دوبۍ په هوايي ډګر کې بند پاتې وو، ځکه چې په کنبرا کې د افغانستان سفارت له خوا د هغوى پاسپورټونه تمديد شوي وو."

"موږ په توکیو او کوالالمپور کې د افغانستان له سفارتونو سره په تماس کې یو او هغوی موږ ته لارښوونه کړې چې پاسپورتونه د تمدید لپاره دوی ته د پوسټي خدمتونو له لارې ولېږو."
WhatsApp Image 2024-08-26 at 1.28.05 PM.jpeg
Ismael Shah Niazi is a Melbourne-based Afghan travel agent. Credit: Supplied
'افغانستان ته 'سفر مه کوئ'

د آسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت یوه ویاند اس بي اس پښتو او دري ته ویلي چې دوي له دغو راپورونه خبر دي.

د دغه وزارت ویاند زیاته کړې چې "د خورا خطرناک امنیتي وضعیت، ترورېزم او سړي تښتونې" له امله دوي خلکو ته مشوره ورکوي چې افغانستان ته 'سفر مه کوئ."

د طالبانو له اعلامیې یوه ورځ وروسته، د جولای په ۳۱مه په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ چې دوي به د پخوا په څېر خپلو قونسلي خدمتونو ته دوام ورکړي.

په آسټرالیا کې د افغانستان د سفارت لخوا اس بي اس ته په یوې تازه استول شوې اعلامیې کې له کوربه هېوادونو څخه مننه کړې ده.

د اعلامیې په یوې برخې کې راغلي: "موږ له کوربه هیوادونو څخه ژوره مننه کوو چې په تیرو دریو کلونو کې یې له افغان ډیپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو ملاتړ کړی دی."

"موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې د دې ماموریتونو په وضعیت کې هر ډول بدلون کولی شي، په اروپا او بهر کې د لوی شمېر مېشتو افغانانو لپاره د حیاتي مهمو قونسلي خدماتو د بندولو په شمول، ژورې منفي اغیزې ولري."
Afghan embassy.png
Afghanistan embassy in Canberra. Credit: SBS Pashto/Mujeeb Muneeb
عبدالخالق ارسلا، د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ یې په کنبرا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په سفارت کې د قونسلګرۍ د څانګې د مشر په توګه دنده ترسره کړې.

هغه وايي، په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ ستونزه په آسټرالیا کې په مېشتو افغانانو منفي اغیزه لري او سفارت باید د دغې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.

"دا ټولو ته څرګنده ده چې د دې ستونزې حل دا ده ترڅو سفارت د قونسلي خدماتو لپاره له مرکز سره اړیکه ونیسي. یو شی چې موږ باید هیر نکړو هغه دا ده چې په یوه سفارت کې سیاسي څانګه او قونسلي څانګه، دوه جلا څانګې دي چې ډېر توپیر لري."

"زما په اند سفارت باید په دې برخه کې د افغانانو د ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي."
WhatsApp Image 2024-08-26 at 1.30.28 PM.jpeg
Abdul Khaliq Arsala served as the head of the consular unit at the Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan in Canberra. Credit: Supplied
فریدون جعفري په آسټرالیا کې د هزاره ګانو د شورا د ارتباطاتو څانګې مشر دی.

ښاغلي جعفري ویلي چې د افغانستان د یوه تبعه په توګه د طالبانو وروستۍ پرېکړه چې د افغان ټولنې لپاره یې ستونزې را ولاړې کړي، غندي او هیله لري چې ژر تر ژره دغه ستونزه حل شي.

هغه وايي: "موږ په آسټرالیا کې خپلو مېشتو هیوادوالو سره خبرې وکړې ، دوی ډیرې اندیښنې څرګندې کړې ، په ځانګړي توګه د قونسلګرۍ خدماتو په اړه."

"د طالبانو اوسنی حکومت هیڅ نړیوال یا دیپلوماتیک قوانین نه مراعاتوي، نو په کنبرا کې د افغانستان سفیر ته لازمه ده چې ټولنې ته راشي او خپلو هیوادوالو ته په دې اړه معلومات ورکړي."

دا راپور د اس بي اس دري په همکارۍ برابر شوی دی.

شریکول
خپور شوی 9/09/2024 په 9:15pm
اپډیټ شوی 9/09/2024 په 9:58pm
لخوا Mujeeb Muneeb
سرچینه: SBS