په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته د آسټرالیا حکومت د افغانستان اوسېدونکو لپاره ۲۶ زره او ۵۰۰ بشردوستانه ویزې اعلان کړې، ترڅو په څلورو کلونو کې په شرایطو برابرو افغانانو ته ورکړل شي.
د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د آګسټ له پنځلسمې څخه د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۲۰مې ڼېټې پورې، د بشردوستانه ویزو لپاره د افغانانو لخوا شاوخوا ۵۶ زره غوښتنلیکونه سپارل شوي چې د ۲۵۱ زره او ۸۶۱ کسانو لپاره په کې د ویزو غوښتنه شوې.
په همدې مودې کې ۲۰ زره او ۲۴۶ (۲۰,۲۴۶) غوښتنلیکونه نهايي شوي او ۱۹ زره او ۷۸۷ کسانو ته د آسټرالیا بشردوستانه ویزې ورکړل شوي دي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د شاوخوا ۷۰ زرو افغانانو غوښتنلیکونه رد شوي دي.
LISTEN TO
آیا آسټرالیا ته په بشردوستانه ویزو راغلي افغانان کولای شي بېرته افغانستان ته سفر وکړي؟
07:15
د بشردوستانه ویزو د غوښتنلیکونو د ارزونې لپاره د آسټرالیا حکومت یوه تګلاره لري. دغه تګلاره لارښوونه کوي چې د ارزونې پرمهال کومو غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکړل شي.
د افغانانو لپاره، دغه تګلاره په هغو کسانو تمرکز کوي چې له افغانستان څخه بهر دي او له لاندې ډلو څخه وي:
د آسټرالیا د حکومت لخوا تصدیق شوي پخواني محلي کارمندان (LEE) او د دوی د کورنۍ نږدې غړي (ښځه او له ۱۸ کلونونو کم عمر لرونکي ماشومان).
د کډوالۍ او بشردوستانه ویزو لرونکو افغانانو د کورنۍ نږدې غړي ( ښځه او له ۱۸ کلونونو کم عمر لرونکي ماشومان).
هغه کسان چې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) لخوا آسټرالیا ته د بیا مېشتېدنې لپاره معرفي شوي اوسي.
د پیژندل شويو لږکیو ډلو غړي ( لکه ښځې او نجونې، توکمیز اقلیتونه او +LGBTQI) چې د UNHCR یا په آسټرالیا کې د کورنۍ نږدې غړي لخوا وړاندیز شوي اوسي.
LISTEN TO
'ژوند په آسټرالیا کې' کډوالي او آسټرالیا ته د مهاجرت بېلابېلې ویزې
SBS Pashto
17/12/202115:17
څومره وخت کې غوښتلیکونه ارزول کېږي؟
د غوښتنلیکونو ارزونه د هر شخص ځانګړو شرایطو، موقعیت، د سفر امکاناتو، د اسنادو سپارلو او د آسټرالیا د حکومت مامورینو ته لاسرسي سره تړلې خبره ده. په دې معنی چې د ځینو کسانو د غوښتنلیکونو ارزونه ممکن لږ او د ځینو نورو ډېر وخت ونیسي، خو د دقیق وخت په اړه یې تر اوسه معلومات ندي شریک شوي.
په بشردوستانه پروګرام کې د ویزې ټول غوښتنلیک سپارونکي کسان باید د ویزې معیارونه پوره کړي او د شخصیت، امنیت او روغتیا لپاره د عامه ګټو معیارونه پوره کړي کوم چې د ویزې له صادرولو مخکې ترسره کېږي.
د اګسټ میاشتې په لومړیو کې د کورنیو چارو وزارت اس بي اس پښتو ته ویلي و چې د انفرادي کېسونو په اړه نشي کولای معلومات شریک کړي.
یاد وزارت وايي، دا چې یو زیات شمېر افغانانو بشردوستانه ویزو ته غوښتنلیکونه سپارلي او هر کال محدود شمېر ویزې باید توزیع شي نو په ۲۰۲۱ کال کې د ترلاسه شویو غوښتنلکونو ارزونه به "څو کاله وخت ونیسي".
LISTEN TO
نامعلومه راتلونکې: اصف له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې په آسټرالیا کې اوسېږي خو لا هم د دغه هېواد ویزه نه لري
SBS Pashto
27/06/202407:39
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.